امنیت

ديوجاپاني مرستندوي بنسټ پنځه کارکوونکي ووژل شول .

کابل / دلېندۍ ١٣مه / باختر :
ديوجاپاني مرستندوى بنسټ  ٥ کارکوونکي په ننګرهار ولايت کې دناپېژاندو وسله والو کسانو  په ډزو کې ووژل شول .
په دې وسله وال  بريد کې چې نن سهار وشو ددغه مرستندوى بنسټ رييس ناکامورا ټپي شوى دى .
درارسېدلو خبرونوله مخې، يرغلګروپه جلال اباد ښار کې ددغه جاپاني بنسټ دکارکوونکو دسپرلۍ په کاروان ډزې وکړې .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼى له باختراژانس سره په اړيکه کې دغه پېښه تاييد کړه .
هغه وويل  چې په دې بريد کې ددغه جاپاني مرستندوي بنسټ پنځه کارکوونکي ووژل شول او  رييس يې  ناکامورا ټپي شو.
ددغه جاپاني بنسټ وژل شوي کارکوونکي ټول دافغانستان اتباع وو، ناکامورا او دهغه بنسټ زيات کلونه  دننګرهار او لغمان په ولايتونوکې دبنسټونو په تېره بيا دکرنې او روغتياپه برخوکې دبيا رغاونې په لاره کې کارکړى دى .
د جاپاني مرستندوي بنسټ  درييس ناکامورا دروغتيايي حالت په باب خبر نه ده ترلاسه شوې،  تراوسه پورې ددغه بريدمسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى خو سيمه ييز خبرځايونو وسله وال طالبان ددغه بريد عاملين بولي .
ختم_ ج _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته