ديوتن له خوا دپنځو تنو وژل کيدل .

کابل باختر  د غبرګولي  يو ديرشمه
په بدخشان ولايت کې يوتن  نن دخپلې کورنۍ  پنځه تنه غړي ووژل .
  دبدخشان ولايت دامنيې  قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې مدير سمونوال سخي داد حيدري دباختراژانس خبريال ته وويل  چې دغلام محمد په نامه يوه  سړي دبدخشان ولايت داشکاشم  ولسوالۍ په خرمنيانو کلي کې دخپلې کورنې  پنځه تنه غړي دکلاشينکوف په ډزو سره ووژل .
يوه اړونده خبرځاى وويل دغه پيښه دکورنيو اختلافونو له امله رامنځته شوه او ټول قربانيان نارينه وو .
ويل کيږي چې تورن له ساحې څخه تښتيدلى دى او پوليس دهغه دنيولو په لټه کې دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته