ديني عالمان : هيڅ ازاد او متدين او وجدان لرونکى افغان دخپل مسلمان وروراو خور دوينې تويول روا نه بولي .
کابل باختر دچنګاښ څلورمه :
ديني عالمانو دهېواد دمرکز او ولايتونو په جامع جوماتونوکې نن دجمعې دلمانځه له اداکولو څخه مخکې دموعظو په ترڅ کې يوځل بيا ددولت له وسله والو مخالفينو څخه وغوښتل چې دهېواد په لويولارو او سړکونوکې دمسافرانو له ځورونې څخه دډه وکړي .
دوى په لويو لارو او سړکونو کې دملکي وګړو او مسافرانو ځورونه دتوجيه وړ ونه بلله او څرګنده يې کړه چې دغه شان عمل په هيڅ دين اومذهب کې جايز نه دى او هغه کسان چې په دغه شان ظالمانه اوبې رحمانه عملونولاس پورې کوي دلوى خداى ( ج ) دقهر او نفرت وړ ګرځي .
دهېواد دمرکز او ولايتونو له يوشمير جوماتونو څخه دباختراژانس دخبريالانو دخبر له مخې : په دغو موعظو کې دافغان پوځيانو په وړاندې دجګړې دوام حرام وبلل شو او هغه کسان چې په بيلابيلو نومونو دافغانستان داسلامي جمهوريت دنظام پرخلاف په وسله وال بغاوت لاس پورې کوي داسلام دمبين دين مسمله امت اوزموږ دهېواد اوخلکو دښمنان وبلل شول .
ديني عالمانو دغه راز دروژې په مبارکه مياشت کې په هېواد کې څو ډار اچوونکو پيښو ته چې زموږ دګڼ شمير هېوادوالو دشهادت سبب شوې اشاره وکړه اوڅرګنده يې کړه چې هيڅ ازادي غوښتوونکى او دايمان او وجدان خاوند افغان اوهيڅ مسلمان دخپل مسلمان ورور او خور دوينې تويول روانه بولي او ځان دداسي عملونو له ترسره کولو څخه خلاصون چې له موجب پرته دنفس دوژنې په تيره بيا دمسلمان دژوند دسلب سبب شي خو هغه کسان چې په جوماتونوکې بمي بريدونه کوي په لمونځ کوونکو ډزې کوي په واټونوکې ماينونه ښخوي او په لويو لارو کې له امنيتي تشو څخه په استفادې سره مسافران ځوروي له شک پرته دوى دالهي پوښتنې په ورځ سرټيټې او دمجازاتو وړ ګرځي .
ديني عالمانو په دغو موعظو کې يادونه وکړه په داسې حال کې چې دروژې دمبارکې مياشتې دمغفرت دلسيزې په وروستيو کې يو څومره به ښه وي چې ددوزخ له اور څخه دخلاصون لسيزه دغه راز په عباداتو او اړو او بې وزلو کسانو ته دصدقې په ورکولو سره پاى ته ورسو . دوى له بې وزلو او اړو کورنيو سره مرسته او همکاري دلوى خداى (ج ) درضايت دترلاسه کولو او دروژتيانو دطاعاتو او عباداتو دقبليدو ډيره ښه لاره وبلله .