نړۍ

ديمن په جنوب کې په پوځي کمپ ځانمرګي بريد

صنعاباختر د وږي  لسمه :
  ديمن په شبواى ولايت  کې په يوه پوځي کمپ  تيره شپه دځانمرګي بريد له امله څه ناڅه ٦ تنه عسکر ووژل شول او ٢ تنه نور ټپيان شول . 
دچين خبري آژانس سينهوا دخبر له مخې ، دغه بريد په يوه موټر کې دايښودل شوي ماين په واسطه دشبواى ولايت  په يوه پوځي کمپ کې وشو چې له امله يې٦ تنه سرتيري ووژل شول او ٢ تنه نور يې ټپيان شول .
دپوليسو  دڅرګندونو له مخې:  ددغه بريد اصلي هدف پوځي کمپ و چې له دغه بريد وروسته په دغه ولايت کې د پلټنې په دوو نورو پوستو هم دامنيتي ځواکونو او دالقاعده دپوځي مليشو ترمنځ ډزې وشوې .
ددغه خبر له مخې: ددغه ځانمرګي بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى اخيستى خو دالقاعده ګوډاګيان په يمن کې  دزياترو دغو بريدونو عامل دي .
القاعده دعربو په ټاپو وزمه کې ديمن ددولت لپاره ډير ستر امنيتي چلنج بلل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته