نړۍ

ديمن جمهور رييس له حوثيانو سره موافقې ته ورسيد

 صنعا بي بي سي باختر دسلواغې دمياشتې  ١ :
ديمن  کلابند شوى جمهوررييس  د حوثي شيعه ياغيانوسره   چې دصنعا مهمې سيمې  نيولې دي  دسولې موافقې ته رسيدلى دى .
دعبدالرب  منصور  هادي دفتر  اعلام وکړ چې ياغيانو ته چې يوه ورځ مخکې يې دجمهوري رياست ماڼۍ نيولې ده زيات امتيازات ورکړشوي دي .
د جمهوري رياست دفتر وويل   چې داساسي قانون  داصلاح  دبهېر په پيل سره  چې  حوثيان ورباندې اعتراض لري، حوثيانو ته به  زيات  واکونه ورکړ شي . هيله کيږي چې ياغيان  ددغو امتيازاتوپه مقابل کې دجمهوررييس ددفتر رييس چې دشنپې په ورځ  يې يرغمل نيولى دى آزاد کړي.
ياغيانو تر اوسه  پورې   له حکومت سره دغې موافقې ته رسيدل نه دي تائيد کړي.
دمنځني ختيځ په  چارو کې  دبي بي سي څيړونکي سبا ستيان  وايي  چې دځينو روايتونوله مخې  جمهوررييس په خپل کور کې يرغمل دى .
دبي بي سي دڅيړونکي دڅرګندونوله مخې :  جمهوررييس  اوس هم په رسمي ډول  واکمن دى  خوپه عمل کې  حوثيان   واک په خپل لاس کې لري .
دملګروملتو د امنيت شورا  دسه شنبې په ورځ  په يوه  وينا کې   ديمن دجمهوررييس  په مشروعيت  تينګار وکړ  او دامريکا حکومت  هم  پرون  ټينګار وکړ چې هادي  دغه راز ديمن جمهور رييس دى  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته