کابل باختر د وږي دوه ويشتمه :
دقندهار په مرکزي روغتون بريد ديرغلګرو په وژل کيدو سره پاى ته ورسيد .
نن له غرمې مخکې ديوولسو بجو په شاوخوا کې دوه تنه يرغلګر په دې پلمه چې دخپل ناروغ داحوالو پوښتنه کوي دميرويس روغتون ته ننوتل او له امنيتي ځواکونوسره يې په نښتې لاس پورې کړ .
په رارسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي ديرغلګرو موخه دقندهار ولايت دمرستيال عبدالعلي شمس وژل و چې په همدې نيت د ميرويس روغتون ته ننوتي و خو پرته له دې چې وکولاى شي چاته زيان ورسوي دپوځيانو په ډزو کې ووژل شول .
دقندهار ولايت وياند صميم خپلواک دباختراژانس خبريال ته وويل چې ديرغلګرو په دې بريد کې دملي امنيت يوکارکوونکي ټپى شوى دى .
ده وويل: دواړه يرغلګر يوپه بل پسې دپوځيانو په ډزو کې وځپل شول .
دقندهار دوالي وياند وايي چې طالبانو غوښتل ددغه ولايت مرستيال عبدالعلي شمسي ووژنې خو بريالي نه شول .
ښاغلي شمسي په هر اختر کې او له غرمې مخکې دناروغانو داحوالو دپوښتنې او هغوى ته دمبارکي دويلو لپاره روغتون ته ځي .
صميم خپلواک وايي چې امنيتي مامورينو يرغلګرو ته ددې اجازه نه ده ورکړې چې ددغه روغتون روغتيايي کارکوونکو او ناروغانو ته زيان ورسوي .
0 1 دقیقه لوستل