کابل باختر دوږي لومړى :
دبدخشان پوهنتون دوه تنه ساتونکي ديرغلګرو په بريد کې شهيدان شول
درارسيدلو خبرونو له مخې ، نن سهار وختي ددريو بجو په شاوخوا کې دپوليسو په دغو مامورينو په فيض اباد ښار کې دبدخشان پوهنتون د دروازې په وړاندې بريدونه وکړل .
دبدخشان دوالي وياند نيک محمد نظري باختراژانس ته وويل چې يرغلګر دپوهنتون په دغو دوو تنو ساتونکو له ډزو وروسته تښتيدلي دي .
ده وويل چې ددغې پيښې دعاملانو دموندلو او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي . ويل کېږي چې يرغلګرو له دغو دوو تنو ساتونکو څخه يوه جنګي وسله هم له ځان سره وړې ده .
تراوسه پورې ددغه بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى .
هغه ساحه چې د بدخشان پوهنتون پکې موقعيت لري ډيره ګڼ ميشته او دغه راز د فيض اباد ښار يوه ډيره امنيت لرونکي ساحه بلل کېږي .
ختم_ ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل