کابلباختردميزان٨
ديرش مليونه ډالره ليلاميږي
د افغانستان بانک د روان کال دتلې د مياشتې په ١٣ نيټه د شنبې د ورځې په داوطلبى کې ديرش مليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
په شرايطوبرابرله ټولوصرافانواوتجارتي بانکونوڅخه چې پخوايې يومليون اوپنځه سوه زره افغانۍ دتضمين په ډول دافغانستان بانک دبازاردعملياتوپه لوى مديريت کې تحويل کړي دي، غوښتنه کوي چې په دغې داوطلبۍ کې ګډون وکړي او دليلام ګټوونکي مکلف دي چې خپل حسابونه په دوو ورځوکې تصفيه کړي .
دغه رازله ټولو برخه والوڅخه غوښتنه کيږي چې دداوطلبۍ فورمې دشنبې د ورځې دسهار په نهو بجو د بازار دعملياتو له مديريت څخه ترلاسه اوترنهه نيمو بجو پورې دې بيرته اړوندو موظفينو ته وسپاري او هغوصرافانو چې تراوسه پورې يومليون اوپنځه سوه زره افغانۍ په ډالري ليلامونو کې دګډون په مقصد د تضمين په ډول نه دي تحويل کړي؛ کولاى شي له داوطلبۍ څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلې او په راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي.
دمعاملوقسمي تصفيه مجاز نه ده او دليلام ګټوونکي دې دخپل ذمت پيسې يوځل په نغده اويا د حوالې په ډول په ټاکلى وخت کې په بانک کې تحويلې کړي.
0 1 دقیقه لوستل