کابلباختردميزان٨
ديرش مليونه ډالره ليلاميږي
د افغانستان بانک د روان کال دتلې د مياشتې په نهمه نيټه د سه شنبې د ورځې په داوطلبى کې ديرش مليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
په شرايطوبرابرله ټولوصرافانو اوتجارتي بانکونو څخه چې پخوا يې يومليون اوپنځه سوه زره افغانۍ د تضمين په ډول د افغانستان بانک د بازار د عملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړي دي؛ غوښتنه کوي چې په دغې داوطلبى کې ګډون و کړي اود ليلام ګټوونکي مکلف دي چې خپل حسابونه په دوو ورځوکې تصفيه کړي .
دغه راز له ټولو برخه والو څخه غوښتنه کيږي چې د داوطلبى فورمې د شنبې د ورځې د سهار په نهو بجو د بازار د عملياتو له مديريت څه ترلاسه اوترنهه نيمو بجو پورې دې بيرته اړوندوموظفينو ته وسپاري او هغوصرافانو چې تراوسه پورې يومليون اوپنځه سوه زره افغانۍ په ډالري ليلامونو کې دګډون په مقصد د تضمين په ډول نه دي تحويل کړي؛ کولى شي له داوطلبى څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلې او په راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي.
دمعاملو قسمي تصفيه مجاز نه ده اودليلام ګټوونکي دې دخپل ذمت پيسې يوځل په نغده اويا د حوالې په ډول په ټا کلى وخت کې په بانګ کې تحويلې کړي.
17 1 دقیقه لوستل