ديرش طالبان په قندهارکې ووژل شول

٦- کابل / دمرغومي ٢٦مه /باختر
د وسله والوطالبانو د ډلې لسګونه غړي په قندهار کې د افغان ځواکونو په نويو هوايي اوځمکنيو بريدونوکې ووژل شول.
دغه پېښې تېره شپه د ميوند، پنجوايي ، ژيړي او د ارغنداب په ولسواليوکې هغه وخت رامنځته شوې چې وسله والوطالبانو غوښتل د افغان ځواکونو پرپوستوبريدونه وکړي .
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يو جګپوړي مقام باختراژانس ته خبرورکړ چې په دې بريدونوکې ٣٠ وسله وال طالبان ووژل شول .
په دغو وسله والوطالبانو د دوى په پټنځيو کله چې د افغان ځواکونو پرپوستو يرغل ته چمتوکېدل بريدونه وشول .
وسله والوطالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
د يوبل خبرله مخې؛ افغان ځواکونو د قندهار له ګڼ مېشتولاروڅخه د ٣٢ ماينونو په کشف اوشنډولو سره د يولړچاودنومخه ونيوله .
د دغوماينونو د ښخولو په تور څوک نه دي نيول شوي.
ختم_ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته