ديرش تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٢
ديرش تنه ډار اچوونکي پرون د امنيتي ځواکونو له خوا د يو لړ امنيتي فعاليتونو په بهيرکې ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
امنيتي ځواکونو دکونړ، ننګرهار ، قندهار او د زابل د ولايتونو په مربوطاتو کې يو لړ امنيتي فعاليتونه ترسره کړل چې له امله يې ١٧ تنه ډار اچوونکي ووژل شول، ٩ تنه ټپيان او ٣١ تنه نوريې د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.
ددغو فعاليتونو په بهيرکې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د يو بل خبر له مخې:
د ملي اردو ځواکونو له هغه وروسته د ميدان وردګو ولايت د سيد آباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې وسله والو مخالفينو ديو لړ تروريستي فعاليتونو د ترسره کولو لپاره تيارى نيوه او د دغو عملياتو په بهير کې د وسله والو طالبانو د ډلې د قوماندان ملاتاج ملنګ په ګډون ٨ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او ٣ تنه نور تروريستان ټپيان شول او يوه اندازه وسله او مهمات هم په عملياتوکې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلل.
دغه راز د ملي اردو د ځواکونو په هغو چاڼيزو عملياتوکې چې د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول ،٥ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او ١٥ تنه نور يې ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته