فرهنګ

ديرش تنه خبريالان په پروان کې وزګارشول

کابل باختر دلړم دمياشتي دريمه :
په پروان ولايت کې د جهان د خصوصي ټلويزيون خپرونې د امنيتي او اقتصادي ستونزو په دليل وځنډيدې او ٣٠ تنه خبريالان وزګار شول .
په پراون ولايت کې د جهان د خصوصي ټلويزيون رييس ميرعبدالمقصود مير زاده د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ټلويزيون له دريوکلونو راپدېخوا د پروان، کاپيسا او د پنجشير په ولايتونوکې خپرونې کولې؛ خو د امنيتي او اقتصادي ستونرو په دليل يې په دغه ولايت کې خپلې خپرونې ځنډولې دي.
ميرزاده زياته کړه: موږ د اقتصادي ستونزو او دغه راز د هغو امنيتي ستونزوپه دليل چې په دې وروستيو وختوکې موږ ورسره مخامخ يو؛ په دغه ولايت کې مو خپلې خپرونې ځنډولې دي .
ده په دې بيان سره چې په تيرو دريوکلونوکې هيڅ يو بنسټ له دوى سره همکاري نه ده کړې؛ زياته يې کړه: په دې موده کې مو د شخصي بودجې په لګښت خپرونې کړې دي.
د جهان ټلويزنون د شبکې رييس وويل چې په پروان ولايت کې د دغه ټلويزيون د خپرونو په ځنډيدو سره څه ناڅه ٣٠ تنه خبريالان وزګارشوي دي .
د جهان ټلويزيون د کابل په شمال کې د يواځنې تصويري رسنۍ په توګه له دريو کلونو راپدېخوا د خپلوخپرونو په ساحه کې ډول ډول سياسي، اقتصادي ، روزنيز اسلامي او تفريحي پروګرامونه خپاره کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته