فرهنګ

ديجيتلي ټلويزيوني شبکه د جمهور رييس د مرستيال محمدکريم خليلي له خوا پرانستل شوه او ګټې اخستنې ته وسپارل شوه

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٩
د ديجيتلي تلويزيوني  شبکه دجمهور رييس دمرستيال محمد کريم خليلي له خوا پرانستل شوه او ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژى وزارت له خوا په سرينا هوټل کې جوړه شوې وه؛ محمدکريم خليلي د ديجيتلي د ټلويزيوني شبکې د پرانستلو له امله د افغانستان خلکو، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژى وزارت او د هيواد رسنيو ته مبارکي وويله.
ده څرګنده کړه چې ګټې اخستنې ته د ديجيتلي ټلويزيوني شبکو وړاندې کول، سربيره پردې چې د هيواد په ګوټ ګوټ کې په ښه کيفيت سره او په ډاډمنه او اقتصادي توګه له خپرونو څخه د ګټې اخستنې زمينه برابروي، د نړۍ د زياترو هيوادونو په خپرونو د لاسبرى سبب هم کيږي.
دجمهور رييس مرستيال ټينګاروکړ: له شک پرته به دغه بدلون په خپل وخت د پيښو په باب د خبرورکولو او د دولت په کړنو د لازياتې څارنې په لاره کې د هيواد رسنيوته د ښو فرصتونو او شرايطو له برابرولو سره مرسته وکړي . دغه راز د بيان د آزادۍ او د فردي او هيوادنيو آزاديو د پراختيا او د هيوادوالو په وړاندې د مسوولينو د لازيات ځواب ورکولو زمينه برابره کړي.
د جمهور رييس مرستيال وويل: د هغه هيواد لپاره چې تر يوې لسيزې مخکې پورې خلک يې مجبور وو د بهرنيو اړيکو لپاره ګاونډيو هيوادونو ته لاړشي؛ اوس چې څه د پاسه له دريو برخو څخه څه د پاسه دوه برخې خلک يې له مخابراتي خدمتونو څخه ګټه اخلي؛ د مخابراتو په صنعت کې دغه ستر بدلون نه شي کيداى له ارتباطي او مخابراتي انقلاب څخه بله مانا ولري.
ده د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژى وزارت له مسوولينو څخه وغوښتل چې د مخابراتي او اطلاعاتي خدمتونو په پراختيا کې د اطلاعاتي عدالت ټينګښت ته پاملرنه وکړي.
ده دغه راز څرګنده کړه چې دولتي ارګانونه او ادارې دې بايد د الکترونيک دولتدارى د جوړولو او د انترنتي آنلاين د خدمتونو د امکان په شان د مخابراتي، فني او تکنالوژيکي پرمختګونو په واسطه له برابرول شويو فرصتونو څخه د فساد د له منځه وړلو او د بې ځايه لا لحانديو د کمولو په لاره کې استفاده وکړي.
په دغو مراسمو کې دغه راز د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژى وزير خبرې وکړې او د هيواد رسنيو او ټلويزيونونو ته د ديجيتلي شبکو د اسانتياوو په باب معلومات وړاندې کړل.
ده وويل چې د ديجيتلي شبکې جوړول د غږ او تصوير د کيفيت په لوړولو سربيره د ټلويزيوني شبکو د مالي لګښتونو دکمښت زمينه برابروي.
دغه راز ده په هيوادکې د مخابراتو د صنعت د چټک پرمختګ په باب خبرې وکړې او افغانستان يې په دې برخه کې په سيمه کې د مخکښو هيوادونو يوه برخه وبلله.
په دغو مراسموکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين پوهنمل نبي فراهي د خبرو په ترڅ کې د دغه وزارت په استازيتوب د دغه برياليتوب له امله د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژى وزير او د دغه وزارت ټولو کارکوونکو ته مبارکي وويله او هيله يې وکړه چې ټولې تصويري رسنۍ په ښه کيفيت سره د خبرونو په وړاندې کولو کې له دغو امکاناتو څخه استفاده وکړي.
په دغو مراسموکې دغه راز يو شمېر نورو دولتي مقاماتو د موضوع په باره کې خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته