ديارلس طالبان په کندز کې ووژل شول
کابل / د چنګاښ ۹مه / باختر
ديارلس وسله وال طالبان تېره شپه په کندز کې ووژل شول.
د ٢١٧ پامير قول اردو وياند عبدالهادي نظري باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د کندز د امام صاحب بندر په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو په ګډو عملياتو کې ووژل شول.
نظري زياته کړه: په دغو عملياتو کې ۶ نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د دوو طالبانو مړي له جنګي وسايلو سره د جګړې په ډګر کې پاتي وو.
ختم-ج-ا