کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٧مه
په زابل کې ١٣وسله وال طالبان له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول.
پر دغو وسله والو طالبانو پرون ناوخته په ارغنداب ولسوالۍ کې د دوى په پټنځي بريد وشو.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په جګړه کې ١٣ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
هغه وويل چې پر دغو وسله والو طالبانو کله چې د يو لړ ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو؛ له ځمکې او هوا څخه بريدونه وشول.
ويل کېږي، په بريدونوکې د وسله والو طالبانو پټنځای له ټولو جنګي وسايلو سره يې له منځه یوړل شو.
ختم- ج – اکرم
2 د یوې دقیقې څخه لږ