کابل باختر د وري اته ويشتمه :
ديارلس تنه ډار اچوونکي په غور ولايت کې د يولړ هوايي بريدونو په نتيجه کې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو نن له غرمې مخکې د فيروز کوه ښار ته څېرمه او د دولينې په ولسوالۍ کې بريدونه وشول .
د هېواد په لويديځ کې د ملي اردو يو قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې هوايي بريدونوکې ديارلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
ده وويل دغه بريدونه د هېواد د هوايي ځواکونو له خوا ترسره شوي دي.
سرچينه زياتوي چې په دغو بريدونو کې د وسله والو طالبانو څو مرکزونه هم دړې وړې شوي دي . ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ