ديارلس تنه پوليسان د قندهار په ميوند ولسوالۍ کې ووژل شول

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢٨
د قندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې د يوې جګړې په بهيرکې ١٣ تنه پوليسان ووژل شول.
د قندهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه تېرماښام د قندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې پوليسو دچاويدونکو توکو يوه ډيپوکشف کړې وه او د شنډولو په وخت کې د وسله والو طالبانو له خوا پرې بريد وشو.
د دراني د څرګندونو له مخې: په دغه بريدکې شپږ تنه پوليسان ووژل شول.
خو د ميوند ولسوالۍ يوه خبرځاى چې د نامه له اخستلو څخه يې ډډه وکړه؛ وويل چې په دې بريدکې ١٣ تنه پوليسان وژل شوي دي.
خبرځاى زياته کړه چې وسله والوطالبانو د ميوند ولسوالۍ د بند تيمور د سيمې د فرنګ د کلي په يو کورکې تکتيکي چاودنه کړې وه.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: کله چې پوليس د زياتې څيړنې په مقصد سيمې ته ورسيدل؛ د وسله والوطالبانو له خوا پرې بريد وشوچې دهغوى دقوماندان په ګډون ١٣ تنه پوليسان ووژل شول.
د ميوند، ژيړي او د پنجوايي د ولسواليو لپاره د پوليسو عملياتي قوماندان سمونمل سلطان محمد ومنله چې په دغه بريدکې ١٣تنه پوليسان شهيدان شوي دي.