ديارلس تنه وسله وال مخالفين دپکتيا په ډنډپټان کې ووژل شول

کابل باختر د کب دمياشتې  ٢٩ :
دپکتياولايت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې پرون دبهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په هواېي بريد کې ديارلس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.
د پکتيا ولايت دډنډپټان ولسوال خان وزير د باخترآژانس خبريال ته وويل ؛  دبهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې په  ډنډ پټان ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو دمهماتوپه ډيپو هوايي بريد وکړ چې له امله يې  ديوه پاکستاني سرګروپ  په ګډون ديارلس تنه وسله وال  مخالفين ووژل شول او دهغوى دمهماتو يوه ډيپو هم له منځه لاړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته