امنیت

ديارلس تنه وسله وال طالبان په کندز کې ووژل شول

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٥ :
په کندز ولايت کې  د افغان امنيتي ځواکونو په هوايي عملياتو کې  پرون  اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو دقوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مرستيال جګړن نصرت الله جمشيدي باخترآژانس ته وويل :   چې دغه هوايي بريدونه  په الچين سيمه کې  د وسله والو طالبانو په سنګرونوترسره شول  چې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ټپيان شول  او دوه ميله وسلې يې دامنيتي ځواکونولاسته ورغلې .
د يوبل خبرله مخې :   پنځه تنه وسله وال طالبان  دکندزولايت  د مرکزد  سلطان  په دوه لارې کې ددوى د يوه ماين د چاودنې له امله ووژل شول .
دغه راز د پامير_١ په نامه محاربوي عمليات دوسله والو طالبانو دځپلو په مقصد د کندز ، جوزجان ،  بدخشان  او بغلان  په  ولايتونو کې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته