امنیت

ديارلس تنه وسله وال طالبان و وژل شول

کابل باختردچنګاښ د مياشتې ٥
د ملي دفاع  وزارت د ملي اردو  د ځواکونو   د چاڼيزو عملياتو په   بهېر  کې د ديارلسو تنو وسله والو مخالفينو دوژل کيدو خبرورکړ .
د ملي دفاع  وزارت   مطبوعاتي د فتر  نن باخترآژانس ته د  يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي :
په تيرو ٢٤ ساعتو کې دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهېرکې  چې  دخوست ، غزني ،  هلمند  او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې دامنيت دتامينولو په مقصد ترسره شول  د يوقوماندان  اودريو تنو ماين ښخوونکو په ګډون ديارلس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول ،  اووه تنه  ، يو تن ونيول شو او  يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه  او د ٢٢٥ ماينونه  کشف اوشنډ کړاى شول .
ديوبل خبرله مخې :
دهېواد په بيلابيلو سيمو کې دماينونو دچاودنوله امله  دملي اردو درې تنه منسوبين  شهيدان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته