ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول
کابل باختر د لړم لسمه :
اووه تنه وسله وال طالبان د خوست ولايت د صبريو په ولسوالۍکې د ملي اردو د ځواکونو په چاڼيزو عملياتوکې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي: په هغو چاڼيزو عملياتوکې چې پرون د خوست ولايت د صبريو ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول؛ ٧ تنه وسله وال طالبان ووژل او ٧ تنه نور يې ټپيان شول او يوه اندازه جنګي وسايل او پوځي تجهيزات ترلاسه شول.
دملي اردو دځواکونو په هغو عملياتوکې چې د زابل ولايت د شاجوى ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول؛ د يو پاکستاني تبعه په ګډون ٣ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د يوبل خبر له مخې: د ارزګان ولايت د دهراوود ولسوالۍ په مربوطاتوکې په چاڼيزو عملياتو کې ٣ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د ملي اردو ځواکونو د تروريستي بريدونو دوه تنه طراحان له وسلو او يوې اندازې چاوديدونکو توکو سره د ميدا وردګو ولايت د سيد آباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې ونيول .