کابل – باختر د تلې دمياشتې ٩
ديارلس تنه وسله وال طالبان تيره شپه په ميدان وردګو ولايت دملي اردو دعملياتو په بهير کې ووژل شول .
دميدان وردګو دوالي ويندوى عطا الله خوږياڼۍ باختر آژانس ته وويل :
دغه عمليات دميدان وردګو ولايت په نرخ ، چک او جلريز ولسواليو کې ترسره شول چې له امله يې ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ديوبل خبر له مخې : يو ملکي وګړى پرون په ميدان وردګو ولايت کې دناپيژندل شويو وسله والو افرادو له خوا ووژل شو.
0 د یوې دقیقې څخه لږ