کابل باختردکب دمياشتې لسمه
د روزګان امنيتي مسوولين وايي چې د ترينکوټ شمال او شمال ختيځ لور ته د ګډو امنیتي ځواکونو د عملیاتو په بهير کې درې تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او لس تنه نور ټپيان شول.
د روزګان ولايت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري باختر آژانس ته وويل چې د دغه ولایت مرکز د ترینکوټ په شمال او شمال ختیځ خوا کې د افغان ګډو امنیتي ځواکونو له خوا عمليات ترسره شوي چې له امله يې درې تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او لس تنه نور ټپيان دي.
سنګرى زیاتوي چې د مخالفينو یو شمېر سپکې او درندې وسلې هم د افغان هوايي ځواک په مرسته ويجاړې شوې، خو امنيتي ځواکونو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.
0 د یوې دقیقې څخه لږ