نړۍ

ديارلس تنه مليشه طالبان په شمالي وزيرستان کې ووژل شول

 پيښور ډي ډان   باختردچنګاښ دمياشتې ٥ :
د شمالي  وزيرستان  په   قبايلي سيمې د پاکستاني  جنګي  الوتکو د بمبارۍ له امله  څه ناڅه  ديارلس تنه  وسله وال طالبان   ووژل شول او د هغوى پنځه پټنځايونه ويجاړشول .
باخترآژانس د پاکستان د ډان ورځپاڼي له خولې خبر راکړ :   دغه  بريدونه  پرون دطالبانو په سنګرونو  وشول  چې په  وژل  شويو برسيره  دولس تنه  مليشه طالبان امنيتي ځواکونو ته  تسليم شول.
په هغو عملياتو کې  چې په دې وروستيو وختو کې د ډيورند له کرښې اخوا څخه   په قبايلي سيمو ترسره شوي دي په  سلګونوتنه  مليشه طالبان  وژل شوي  دي  او دهغوي په لسګونه پټځايونه  ويجاړ شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته