نړۍ

ديارلس تنه ماشومان په هغو افغانانو کې وو چې په کانتينر کې پيدا شول

_  لندن بي بي سي نيوز  باختردزمري دمياشتې  ٢٧ :
دبريتانيا دپوليسو دڅرګندونوله مخې :  په يوه کانتينر کې  په هغو پنځه ديرشو تنو پيدا شويو افغانانو کې ديارلس تنه ماشومان  شامل وو  چې له يوه کال څخه تر دوولسو کلونو پورې  عمرلري  .
دغه کسان دافغانستان له سکانو څخه دي  اوپه يوه تجارتي کانتينر کې له بلجيم  څخه بريتانيا ته ورغلي  وو.
د دوي دسپرلۍ بيړۍ  دشنبې په ورځ په بريتانيا کې  دتيلبري بندر ته ورسيده . پوليس وايي  چې دغه کسان دانسان د قاچاقو قربانيان دي. يو له دغو کسانو څخه   مړ شوى دى او نور يې  د والګي د ناروغۍ او ددوي دبدن داوبو دکمښت په سبب ددرملنې لپاره  روغتون ته ليږدول  شوي دي .
پوليس  په کانتينرکې ددوي دشتون دڅرنګوالي په باره کې دتحقيق په حال کې دي .
پوليس دغه راز ددغه کانتينر ديوې سپرلۍ مړينه  وژنه بولي  او دهغه سړي دمړينې دڅرنګوالي په باره کې دتحقيق په حال کې دي  چې په دې سفرکې له دغو کسانوسره ملګرى  و.
همدا  اوس  دده  مړى د قانوني ډاکتر په  واسطه د  څيړنې په حال کې  دى.
دپوليسو دځواکونو يو ويندوى وايي  چې دتيلبري  دبندري ښار سکان  دمذهبي مناسکو دپرځاى کولو  اودجامو دبرابرولو لپاره  له دغو کسانو سره مرسته کوي.
سره صليب هم  دوي ته  خواړه  او درمل   برابر کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته