امنیت

ديارلس تنه طالبان ووژل شول او اووه تنه نور ونيول شول .

د  ٢٠٣  تندر قول اردو دڅلورمې لوا دمنسوبينو په هغو عملياتوکې چې دلوګر ولايت په مربوطاتوکې ترسره شول ديارلس تنه وسله وال طالبان  ووژل شول او اووه تنه نور يې ونيول شول .

  د ٢٠٣  تندر قول اردو دڅلورمې  پلي لوا دارتباط آمر  ډګروال  احمد جان مخلص نن باختر اژانس ته وويل  چې دغه عمليات  دوه ورځې مخکي دلوګر ولايت د څرخ  او ازري  دولسواليو په مربوطاتو کې پل شوي وو .

 يوه اړونده خبرځاى وويل، په دغو عملياتوکې چې  دملي اردو ، ملي پوليسو او دملي امنيت دځواکونو په ګډون ترسره شول ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه تنه نور يې ونيول شول .

  خبرځاى زياته کړه، په دغو عملياتوکې دغه راز دوه توغندي ويشتونکي ، شپږ ميله پيکا ، ديارلس  کلاشينکوفونه ، دپيکا يوه اندازه ګولۍ  دوه ويشت لاسي بمونه ، يو سرف  موټر ، درې موټرسايکلونه او يو سراچه موټر دافغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

 دلوګر  دوالي ويندوى دين محمد درويش  وويل ، مخالفينو په څرخ ولسوالۍ کې په مقاومت  لاس پورې کړ  چې له امله يې شپږ تنه افغان امنيتي  ځواکونه ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته