ټولنه

ديارلس تنه داعشيان په هوايي بريدکې ووژل شول

کابل- باختر د وري دمياشتې ١٤
د داعش د ډلې ديارلس تنه غړي تېره شپه په ننګرهار ولايت کې د هوايي بريد له امله ووژل.
په دغو داعشيانو په اچين ولسوالۍ کې د دوى په پټنځي کې د افغانستان دهوايي ځواکونو له خوا بريد وشو.
د هېواد په ختيځ کې د پوليسو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې هوايي بريدکې ديارلس تنه داعشيان ووژل شول.
ده وويل: دغه داعشيان د يو لړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو چې د افغانستان د هوايي ځواکونو له خوا پرې بريد وشو.
ويل کيږي په دې بريدکې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته