خبرونهټولنهTOP

دویم تعقیب، په بغلان کې د سېلابونو راوتو له کبله ۲۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل، د غوایي ۲۲مه، باختر
د بغلان ولایت په لس ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې کچه ۲۳۰ تنو ته لوړه شوه او د اټکل لمخې ښايي دغه شمېره نوره هم لوړه شي.
د بغلان د والي ویاند ملا علم مجیدي وویل، چې د بغلان په لس ولسوالیو کې ۱۳۰ شهیدان شوي او ۱۰۰ تنه نور ټپیان شوي چې ټپيان پروخت د ژغورنې د ټيمونو له لوري روغتونونو ته لیږدول شوي او پر وخت یې درملنه شوې ده.
مجیدي زیاته کړه، چې د هوايي ځواک، اسلامي اردو، اسلامي پولیسو، ملکي او نظامي مسؤلینو او ځايي خلکو سره یې په همغږۍ د ژغورنې دغه عملیات ترسره کړي، خو وايي، چې د تلفاتو شمېر ښايي نور هم لوړ شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته