سیاست

دوګړو داحوالو دثبت په قانون کې اختلافي موارد حل شول .

باختر دمرغومې دمياشتې ١١
دولسي جرګې او دمشرانو جرګې مختلط هيت د وګړو داحوالو د ثبت په قانون کې اختلافي موارد حل کړل.
دولسي جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په هغې غونډه کې چې دولسي جرګې دکورني امنيت ، ملي امنيت دپولو دسيمه ييزې ادارې  دټينګښت دکميسيون درييس دميراداد خان نجرابي په مشرۍ او دمشرانو جرګې دکورني  او دفاعى چارو دکميسيون درييسې روح ګل خيرزاده  په معاونيت جوړه شوه  د وګړو داحوالو دثبت په قانون کې دملي شورا د دواړو مجلسونو داختلافي مواردو په باب خبرې اترې وشوې.
دغونډې غړو دتابعيت په تذکره کې دنوم ترڅنګ دتخلص او د دين په ليکلو موافقه وکړه او اختلافي مواردو له  لرې کولو وروسته يې هغه تصويب کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته