روغتیا

دوينې نړيواله ورځ ونمانځل شو.

کابل  باختر دغبرګولي  پنځه ويشتمه :
دوينې دورکړې نړيواله ورځ  دميندو دژغورنې لپاره  خوندي وينه تر شعار لاندې  نن په کابل کې  ونمانځل شوه .
دوينې دورکړې نړيواله ورځ  کال په کال  دنړۍ دروغتيايي  سازمان  له لارې  دغبرګولي  په دريمه لسيزه کې په ټولو هيوادوکې نمانځل  کيږي .
دباختراژانس  دخبريال دخبر له مخې، په افغانستان کې  دوينې دورکړې  دنړيوالې ورځې نمانځل  په اوسنيو شرايطو کې زيات ارزښت  لري، ځکه په افغانستان کې هره ورځ ددغه هيواد يو شمير بچيان  په تپل شوې جګړه کې يا وژل کيږي اويا ټپيانيږي ، دهغو کسانو له خوا دوينې ورکړه چې توان يې لري يو ستر انساني کار بلل شوى  او په همدې دليل  تل ويل کيږي  چې ستاسو ورکړې وينه ستاسو دميندو اوبچيانو ژوند ژغوري .
دعامې روغتيا وزيرې ډاکترې  ثريا دليل په دې غونډه کې ددغې موضوع ارزښت ته په اشارې سره  وويل:  وينه دژوند په دوام او دنړۍ دژونديو مخلوقاتو په پايښت  کې دخلقت اصلي عنصر دى چې  دروغتيا او سلامتي  په تامينولو کې خپل ځانګړي ځاى او ارزښت لري .
دليل زياته کړه، ځوانان ددې توان او ځواک لري او کولاي شي دخپلې وينې په ورکړې سره دبل انسان ژوند وژغوري .
  دعامې روغتيا وزيرې په خپلو خبرو کې يادونه وکړه چې دوينې دبانک دجوړولوکار بشپړ شوى او په روان کال کې په فعاليت پيل کوي اوهمدارنګه په هرات ،  مزارشريف او دهيواد په لرو پرتو سيموکې په دې لاره  اقدامات ترلاس لاندې دي .
يو سړى کولاي شي چې په کال کې څلور ځلې وينه ورکړي او ښځې کولاي شي چې په کال کې درې ځلې وينه ورکړي، په تيرو کلونوکې په سلوکې  څلويښت ورکړى شوې وينه درضاکارو خلکو وينه وه .
  دغه راز داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانودچارو معين  دپاليسۍ رييس سيد مصطفي  سعيدي هم په دې غونډه کې خبرې وکړې وي ويل :ځوانان کولاي شي  په دې برخه کې  له نورو څخه مخکښ واوسي، په دې غونډه کې څو تنو هغو کسانو چې تل يې د نورو دمرستو په خاطر وينه ورکړې ده  دعامې روغتيا وزارت دستاينې  وړ وګرځيدل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته