دوينزويلا دجمهوررئيس روغتيايي حالت ښه نه دى
جاګارتا بى بى سى باخترمرغومي دمياشتې ١١ :
دوينزويلا دجمهور رييس مرستيال نيکولاس مادورو وايې چې ددغه هېواد دجمهوررييس هوګو چاويز روغتيايي حالت ښه نه دى او دجراحي له عملياتو وروسته په حساس روغتيا حالت کې دى .
چاويز چې دسرطان دناروغي له امله يې په دې وروستيو وختو کې دڅلورم ځل لپاره په کېوبا کې دجراحي عمليات وکړل همدا اوس په کوما کې دى.
دى چې له ١٩٩٩ کال را په دې خوا دوينزويلا جمهور رييس و دتير اکتوبر په مياشت کې يوځل بيا په دغه مقام وټاکل شو.
هوګو چاويز چې ٥٨ کلن دى دروان کال داکتوبر په مياشت کې دجمهوري رياست انتخاباتي مبارزو ته دوردانګلو په وخت کې اعلام وکړ چې بشپړښه شوى دى خوپه دغو انتخاباتو کې له برياليتوب وروسته يوځل بيا کېو با ته لاړ اودجراحي نوى عمليات يې وکړل .
دوينزويلا ددولت مقاماتو په سرطان دهوګوچاويز اخته کېدل تائيد کړي دي خو مشخصه نه ده چې په څه ډول سرطان اخته دى او دده دسلامتيا په حالت پورې خبرونه ضداونقيض بريښي .
چاويز له ايراني مقاماتو سره نږدي اړيکې لري اودسيمي دوروستيو بدلونونو په بهيرکې هم له محدودو مشرانو څخه دي چې دليبا دپخواني مشر معمرالقذافي او دسوريې له اوسني جمهوررييس بشارلاسد څخه دهغو دمخالفينو په وړاندې ملاتړ کړي دي .