کابل- باختر د ثور دمياشتې ١٧
د هلمند ولايت دګرمسير ولسوالۍ د کوچني درويشانو د لومړني ښوونځى او د ناوې ولسوالۍ د کرنې د ليسې د نويو ودانيو د بنسټ ډبرې پرون ددغه ولايت دپوهنې د مسوولينو له خوا کيښودل شوې.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: دغه ودانۍ د انګلستان هيواد د اف- پي-ټي –دي موسسې په مالي مرسته په يوه پوړکې په پاخه او اساسي ډول په يو کال کې جوړيږي چې په هرې ودانۍ کې اته درسي او څلور اداري خونې، د څښاک د اوبو يوه چاه او نور ضروري ملحقات په پام کې نيول شوي دي.
ددغو ودانيو په جوړولو سره به درسي خونو د نشتوالى له پلوه د اته سوه تنو زده کوونکو ستونزې لرې شي .
په هغو مراسموکې چې له همدې امله د دغو ښوونځيو په انګړونوکې پرځاى شوي و؛ ددغه ولايت د پوهنې رياست د مسوولينو په ګډون سربيره د يوشمېر دولتي ادارو منسوبينو، قومي مخورو ، استادانو او زده کوونکو هم برخه اخستې وه.
22 1 دقیقه لوستل