دوو سياسي مرکزونو له دولت سره دمشارکت غوښتنه وکړه

کابل –باختر دتلې ١٥
دافغانستان دعالمانو داسلامي دعوت مرکز او دافغانستان دخلکو دحقوقو د ملاتړګوند نن په يو خبري کنفرانس کې د دولت په جوړښټ کې ددغو دوو مرکزونو دمشارکت غوښتنه وکړه.
دباختر آژانس دخبر له مخې: په دې خبري کنفرانس کې چې د اطالاعاتو او فرهنګ وزارت دمطبوعاتو په نړيوال مرکز کې جوړشوى و؛ د افغانستان دعالمانو داسلامي دعوت دمرکز رييس مولوي عبدالستار واثق د امنيت په تامينولو ،دفساد او دهغه دعواملو په له منځه وړلوکې دعالمانو په رول باندې ټينګار وکړ او وې ويل: عالمان کولاى شي په منبرونوکې دتبليغاتو له لارې خلک دټولنې د ناخوالو دټولو عواملو پرخلاف يو مټې کړي.
دغه راز په دې خبري کنفرانس کې دافغانستان دخلکو دحقوقو دملاتړ دګوند رييس سنګين محمد رحماني وړانديز وکړچې ټول سياسي ګوندونه دې دعدليې له وزارت سره ګدې غونډې ولري او دګرندونو سلامشورې په هيوادکې د روانو ستونزو له حل کولو سره مرسته کوي.