۱۰۰ ورځې

دوو تنو مخکښو نوماندانو دجمهوري رياست دانتخاباتو وروستۍ نتيجې ومنلې

کابل باختر دثوردمياشتې ٢٥ :
دجمهوري رياست دوو تنو مخکښو نوماندانو دانتخاباتو دوروستيو نتيجوپه منلو
سره اعلام وکړ چې  په دويم پړاو کې ګډون او سيالي ته چمتو دي .
دباخترآژانس د خبرله مخې :  دجمهوري رياست دوو تنو مخکښو نوماندانو ډاکتر عبدالله عبدالله او ډاکتر اشرف غني احمدزي  دانتخاباتو دنتيجو داعلام په نسبت غبرګون وښود .
دغه دوه تنه چې دشپږو تنو نورو نوماندانو په نسبت لوړې رايې لري؛ دانتخاباتو د وروستيو نتيجو له اعلام وروسته  د خبري  کنفرانسونو په جوړولو سره په جلاجلا
توګه سره له دې چې د دوو  انتخاباتي کميسيونونو کړنو په نسبت ملاحظات لرل
او په دواړوکميسيونونو يعنې د انتخاباتو په خپلواک کميسيون او د انتخاباتي شکايتونو په  کميسيون دخپلو درج شويو شکايتونو په هر اړخيزې نه څيړې تور ولګاوه اعلام وکړ چې دعمومي ګټو په پام کې نيولو او دخلکو رايو ته په درناوي
سره د انتخاباتو وروستۍ نتيجې مني او دې ته چمتو دي  چې  دانتخاباتو په دويم پړاو کې ګډون وکړي .
ډاکتر عبدالله عبدالله دانتخاباتو په لومړى پړاوکې په سلوکې ٤٥ او ډاکتر اشرف غني احمدزي په سلو ٣١ اعشاريه ٦ رايې ترلاسه کړې دي. خوپه سلوکې ٥٠ رايې يې نه دې بشپړې کړې چې د اساسي قانون له حکمونو سره سم په دغه شان حالت کې بايد دوه تنه مخکښ نوماندان دانتخاباتو په دويم پړاوکې سيالي وکړي.
ټاکل شوې ده د انتخاباتو دويم پړاو د روان کال دغبرګولي د مياشتې په ٢٤مه نيټه په هېواد کې ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته