امنیت

دوولس تنه دجنايي جرمونوپه تور ونيول شول

کابل باختردليندۍ دمياشتې٨  نيټه  :
دوولس  تنه په ننګرهار ولايت کې  دجنايي پيښو په اړوند ونيول شول.
دغه کسان دوروستيو ٢٤ساعتو په بهيرکې دځانګړو عملياتو اودپوځيانو
دپلټنې په بهيرکې دننګرهار ولايت له  ګوټ ګوټ څخه نيول شوي دي.
دننګرهار دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال باخترآژانس ته
وويل   چې په نيول شويو کسانو دوژنې ، غلا ، دنشه يي توکو دقاچاقو او انسان
تښتونې تور لګول شوى دى.
ده وويل ؛ دغه کسان  دننګرهار ولايت له ځينو سيمو څخه دپوځيانو دعملياتو په
بهيرکې نيول شوي دي .
پاى ج  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته