کابل باختر دوږي دمياشتې ١٩ نيټه :
د ملي امنيت د لوى رياست منسوبينو دوه ډله غله چې په کابل ښارکې په وسله والو غلاو او انسان تښتونو بوخت وو، د دغه ښار له مربوطاتو څخه ونيول.
نيول شوي کسان د غلو د ډلې سرګروپ محسن، په خالد ده دانا مشهور عبدالقدير د دغه بانډ مرستيال، د دغه بانډ بل غړى او متکرر مجرم عمراخان، په رامز مشهور فواد د دغه ګروپ غړى، محسن د دغه ګروپ غړى او په تور بي بي مهرو مشهور نوراحمد د دغه بانډ غړى او متکرر مجرم بلل شوي دي.
دوى اعتراف کړى دى چې په کابل ښارکې په وسله والو غلاو او د شمتنو کسانو په تښتولو مصروف وو او په دريمه، څلورمه، اتمه، نهمه او دولسمه ناحيوکې يې هم څو مورده وسله والې غلاوې ترسره کړې دي.
پاى ذکرالله
1 1 دقیقه لوستل