امنیت

دوه څلويښت تنه تروريستان ووژل شول

کابل باختردتلي شپږويشتمه :
دهيوادپه بيلابيلا سيموکې دملي اردودځواکونو دچاڼيزوعملياتوپه بهيرکې دوه څلو يښت تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، يوديرش تنه ټپيان اودوه تنه نور نيول شوي دي .
دباخترآژانس دخبرله مخې : دملي دفاع وزارت دوياند مطبوعاتي دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي چې دغه عمليات دننګرهار ولايت داچين ، دکاپيسا ولايت د تګاب اواله ساي ، دغزني ولايت دقره باغ ،دميدان وردګوولايت دسيد آباد اودهلمندولايت دموسى قلعه ، کجکي اودسنګين دولسواليوپه مربوطاتو کې تر سره شول چې په بهيرکې يې يوه اندازه وسله او مهمات هم ترلاسه شوي دي .اوپه لسګونو  ډول ډول ماينونه کشف اوشنډکړى شوي دي .
دغه رازدملي دفاع وزارت دوياند مطبوعاتي دفتر تاييد کړه چې ددغوعملياتو په بهيرکې دملي اردوپنځه تنه منسو بين شهيدان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته