ټولنه

دوه ځوانې خويندې له کور څخه تښتيدلې دي .

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٩
واده ددغې تيښې اساسي عامل دى .  په بغلان ولايت کې د دوه ځوانې خويندې له دووتنو سيمه ييزو قوماندانانو سره داجباري  واده له  ويرې  له کور څخه تښتيدلې دي .
دغو دوو تنو ځوانو نجونو دوه شپې او دوه ورځې په پلي  توګه ځان دبغلان ولايت دخوست له ولسوالۍ څخه  پرون  دپلخمري ښارته  رسولى  دى .
يوه له دغو ځوانونجونو څخه چې تر دولسم ټولګي پورې  زده کړه کړې ده وايي   دوو تنو غير مسوولو سيمه ييزو قوماندانانو غوښتل چې په  جبري توګه  دوي ځان ته نکاح کړي  په دې دليل له کور څخه تښتيدلي  او پلخمري ښار ته يې ځان رسولى دى  او له دولت څخه غواړي  چې ددغو وسله والو غير مسووولوکسانو دخپلسري مخه  ونيسي .
ددغو دوو تنو نجونو پلار وايي دغه قوماندانان د غيرمسولووسله  والو افرادو له جملې څخه دي چې په  زور او جبري توګه په خلکوخپله  هره پريکړه  مني.
دبغلان ولايت دښځو دچارو د رياست دحقوقو مديرې  او سرپرستې اورانوس دبغلان ولايت دښځو دچارو رياست ته ددغو دوو خويندو دمراجعې دتاييدولو په ترڅ کې څرګنده کړه چې ددغو نجونو دستونزو دڅيړلولپاره يې اړوندو ارګانونوته دندې سپارلي دي  او هلې ځلې کوي چې ددغې قضيې په حل کولو کې دې تصميم ونيول شي.
دبغلان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله  امرخيل باخترآژانس ته وويل : غير مسوول  وسله وال کسان نه  د دولت مخالفت  او نه د قانون  تابع دى  خو  له طالبانو او تروريستانو څخه ډير خطر ناک دي او تل دولت او خلکو ته دستونزو دپيداکولو سبب شوي  دي.
امرخيل په ځينو ولسواليو کې پخوانۍ چاڼيز عمليات ناکام  وبلل او زياته يې کړه چې په لومړي ګام کې دې د ولسواليو هغه ټول امنيه قوماندانان چې له غير مسوولو وسله والو کسانو سره په  سازښت کې دي له ولسوالۍڅخه   بدل شي او وروسته دې  د ډلو دله منځه وړلو په مقصد چاڼيز عمليات ترسره  شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته