دوه ځانمرګي ووژل شول .
کابل باختر د ثور لومړي :
دوه تنه چې ځانمرګي بريد ته چمتو کيدل دهغې چاودنې له امله چې په واسکت کې دچاوديدونکو توکودځاى پرځاى کولو په وخت کې وشوه ووژل شول .
دکورنيوچارووزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، دغه پيښه پرون دمرکزي بغلان دحاجي نسيم دکلي په مربوطاتو کې په يوکور کې وشوه ، وژل شوي هغه کسان دي چې غوښتل يې ځانمرګو بريدونوته دوه واسکټونه چمتو کړي خوپه واسکت کې دتوکودځاى پرځاى کولو په وخت چاودنه وشوه .
دوژل شويو کسانو هويت نه دى تثبيت شوى .
ديوبل خبر له مخې، دوسايطو ضد څلور ماينونه چې تروريستانو نوى دلوګر ، هرات او دنيمروز دولايتونوپه مربوطاتوکې ځاى پرځاى کړي وو ددغو ولايتونودامنيه قوماندانيو د پوليسو له خوا کشف اوشنډ کړي شول .