امنیت

دوه ځانمرګي واسکټونه په ننګرهارکې کشف شول

کابل  باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٢ :
دوه ځانمرګي واسکټونه له يوې تومانچې سره د پوليسو د ځواکونوله خوا په ننګرهارکې کشف او ترلاسه شول .
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د باختر آژانس خبريال ته وويل: د پوليسو ځواکونو  د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتوکې د برج تنګي دساحې  د يو کور دلټولو په وخت کې له يوې تومانچې سره دوه ځانمرګي واسکټونه کشف او ترلاسه کړل.
خبرځاى زياته کړه : د قضيې په اړوند دوه تنه مشکوک کسان نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته