کابل باختردثور دمياشتي دريمه :
دنيمروز ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رياست له خوا نن په دغه ولايت کې دخياطۍ دوه پروژې پرانستل شوې .
دنيمروزولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رييس خليل الرحمن ارشد باختراژانس ته وويل، دغه پروژې دخلکو په سلو کې دلسو په ونډي سره دڅه دپاسه اتو زرو امريکايي ډالرو په لګښت ددغه ولايت په مرکز زرنج ښارپورې اړوند دوو کليوکې تطبيقيږي.
ده زياته کړه: شل تنه ښځې په مستقيمه توګه او دوه سوه نولس کورنۍ په دغو ټولو کليو کې ددغې پروژې له ښيگڼو څخه ګټه اخلي .