کابل باختر د تلي دويمه :
دوه ويشت ميله وسلې د کابل د پوليسو لاس ته ورغلې
دکابل ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دکابل د امنيې قوماندانۍ منسوبينو وکولاى شول دپنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتوکې له يوکرولا موټرڅخه دوه ويشت تومانچې کشف او ترلاسه کړې.
دغه وسلې وسله والو غلاوو او نورو جنايي جرمونو د ترسره کولوپه مقصد پلورل کيدې .
ددغې پيښې په اړوند د موټر چلوونکى نيول شوى دى.
پيښه تر څيړني لاندي ده .
په همدې حال کې دکابل ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد ظاهر وايي: د دغې قوماندانۍ پوليس تل د امن او عامه نظم د تامينولوپه خاطر هلې ځلې کوي او تل دکابل ښاريانوستونزې څيړلې دي او له هغوى سره همکار و. دکابل پوليسو د لنډه غرو افرادو د نيولو لپاره چې په ښار او په تيره بيا دښوونځيو په وړاندې د ميرمنو د ځورونې سبب کيږي؛ جدي هلې ځلې پيل کړې دي او د قوماندانۍ مشرتابه ټولوجنايي کارکوونکو ته دنده سپارلې ده هغه افرادچې دغه شان عملونه ترسره کوي؛ ونيسي او دقانون منګولو ته يې وسپاري .
په همدې حال کې له ټولوګرانو ښاريانو څخه غوښتنه کيږي چې ددغه مواردو او د نورو مشکوکوعملونو په کتنې سره دې د پوليسو نږدې امنيتي پوستې خبر ورکړي اويا هم دکابل دپوليسو له ١٠٠ عاجل لمبر سره دې اړيکه ونيسي .
1 1 دقیقه لوستل