دوه ويشت طالبان په قندهار کې ووژل شول

 کابل / د چنګاښ ٤مه / باختر

دوه ويشت وسله وال طالبان په قندهار کې په نويو جګړو کې ووژل شول او په لسګونو نور ټپيان شول.

دغه جګړې تېره شپه او نن سهار د قندهار په پنجوايي، ژيړۍ او ارغنداب ولسواليو کې  له هغه وروسته ونښتې  چې  پوځيانو له هوا  او ځمکې پر وسله والو طالبانو بريدونه وکړل.

د قندهار د امنيې قوماندانۍ د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي په دغو نښتو کې د٦ پاکستانيانو په ګډون  ٢٢ وسله وال طالبان ووژل شول اوڅه ناڅه ٣٠ نور طالبان ټپيان شول.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يوبل خبرله مخې: پوځيانو په قندهار کې د ٢٨ ښخ کړاى شوي ماينونو په کشف اوشنډولو سره د يو لړ چاودنو مخه ونيوله.

ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته