کابل باختر دوري دمياشتې ٢١ نيټه :
د ملي دفاع وزارت د هېواد په ځينو سيمو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې د ٢٢ تنو ډاراچوونکو د وژلو خبر ورکړ.
باخترآژانس د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له خولې خبر راکړ.
د هېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په تېرو ٢٤ ساعتو کې د ډار اچوونکو د ځپلو په مقصد د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ګډ يرغليز عمليات ترسره کړل چې له امله يې دوه ويشت تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٢٣ تنه نور ټپيان شول.
دغه عمليات د ننګرهار، غزني ، لوګر ، خوست، قندهار ، روزګان، زابل ،فراه ، بادغيس ، فارياب او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتو کې د هېواد د هوايي او توپچي ځواکونوپه ملاتړ ترسره شول چې له امله يې ٢٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او٢٣ تنه نور ټپيان شول.
د دغوعملياتوپه بهيرکې د ډار اچوونکو يوه اندازه وسلې ، مهمات ، يو موټر ، يوشمېر موټرسايکلونه او سنګرونه له منځه وړل شوي دي. پاى ج ذ