امنیت

دوه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر  دمرغومي اوومه :
امنيتي ځواکونو پرون  دهيواد په ځينو ولايتونوکې دامنيتي فعاليتونوپه بهير کې  دوه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل .
دکورنيو چارووزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ.
امنيتي ځواکونو دغه فعاليتونه دکندز ، قندهار ،ارزګان ، غزني اودخوست دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره کړل چې له امله يې دوه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول ،اووه تنه ټپيان او درې تنه نور يې دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول .
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو دبغلان او دقندهار دولايتونو په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو له خوا درې  ښخ کړى شوي ماينونه کشف او شنډ کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته