امنیت

دوه ويشت تنه داعشيان ووژل شول

جلال آباد باختر دچنګاښ دمياشتې  ٣ :
د داعش ډلې د دوو تنو قوماندانانو په ګډون دوه ويشت تنه داعشي ډار اچوونکي په ننګرهار ولايت کې د هوايي او ځمکنيو عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
په ملا ثاقب او ملا لقمان پرون ناوخته په جلا جلا ډول په اچين ولسوالۍ کې بريدونه وشول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل: په دغو هوايي او ځمکنيوبريدونوکې د داعش د ډلې د دوو تنو قوماندانانو په ګډون ٢٢ تنه داعشيان  ووژل شول.
ويل کيږي په دغو بريدونوکې د داعشيانو څو مرکزونه او ډيپووګانې او موټرونه هم له منځه تللي دي.
د ننګرهار د والي وياند وايي: په دغو بريدونوکې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
په  وژل شويوکسانوکې څو تنه بهرني جګړه ماران هم شامل دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته