جلال آباد باختر دچنګاښ دمياشتې ٣ :
د داعش ډلې د دوو تنو قوماندانانو په ګډون دوه ويشت تنه داعشي ډار اچوونکي په ننګرهار ولايت کې د هوايي او ځمکنيو عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
په ملا ثاقب او ملا لقمان پرون ناوخته په جلا جلا ډول په اچين ولسوالۍ کې بريدونه وشول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل: په دغو هوايي او ځمکنيوبريدونوکې د داعش د ډلې د دوو تنو قوماندانانو په ګډون ٢٢ تنه داعشيان ووژل شول.
ويل کيږي په دغو بريدونوکې د داعشيانو څو مرکزونه او ډيپووګانې او موټرونه هم له منځه تللي دي.
د ننګرهار د والي وياند وايي: په دغو بريدونوکې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
په وژل شويوکسانوکې څو تنه بهرني جګړه ماران هم شامل دي.
5 1 دقیقه لوستل