امنیت

دوه ميرمنې او دوه تنه ماشومان د طالبانو دراکټي بريد له امله ټپيان شول.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٣
دوه ميرمنې او دوه تنه ماشومان په بغلان ولايت کې د طالبانو دراکټي بريد له امله ټپيان شول.
دغه ملکي وګړي تيره شپه ناوخته دپلخمري ښار دبمبه په کلي کې د دوى داستوګنې په کور دتوغندى دلګيدو له امله ټپيان شول.
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند ذبيح الله شجاع باختر آژانس ته وويل چې په دې بريد کې دوه ميرمنې او دوه تنه ماشومان ټپيان شول ټپيان ديوې کورنۍ غړي دي .
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ دمقاماتو دڅرګندونو له مخې دغه توغندى د طالبانو له خوا د مرکزى بغلان له ولسوالۍ څخه د پلخمرى ښارته توغول شوى و.
طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي.
په همدې حال کې دبغلان په مرکزى روغتون کې موظف ډاکتر غلام نبى اکبرى ددغه راکټى بريد د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته