امنیت

دوه ملکيان په قندهار کې شهیدان شول

کابل / د لیندۍ ۲۵ مه / باختر
يو پلار له خپل تنکي ځوان زوى سره په قندهار کې د ماين په چاودنه کې شهید شو.
دغه دوه کسان نن سهار کله چې د يو کار د ترسره کولو لپاره روان وو، د ارغنداب ولسوالۍ په ميان جوى کلي کې پرې ماين وچاودېد او شهیدان شول.
د قندهار يوه امنيتي مقام باختر آژانس ته وويل چې په چاودنه کې پلار او زوى دواړه شهیدان شوي دي.
دغه سرچینه وسله وال طالبان د دغه ماين ښخولو مسوول بولي او وايي چې د یادې چاودنې د عاملينو د موندلو او نيولو لپاره هڅې پيل شوې دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاي \ ج\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته