دوه ماین ښخوونکي طالبان په زابل کې ووژل شول

کابل / د مرغومي ۲۵ مه / باختر
دوه ماین ښخوونکي طالبان په زابل کې د افغان ځواکونو په ډزو کې ووژل شول.
دغه طالبان نن هغه وخت د ملي اردو د پوځیانو په ډزو کې ووژل شول چې غوښتل یې د قلات ښار په لویه لاره کې کې ماینونه ښخ کړي.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په دې پېښه کې په طالبانو ډلې پورې اړوند دوه تنه ماین ښخوونکي ووژل شول او یو بل یې ټپیي شو.
پوځیان وایي چې د دغو ماین ښخوونکو په وژل کېدو سره د قلات ښار په مربوطاتو کې د یولړ چاودنو مخه ونیول شوه.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته